د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران سفیر په یوه ټویټ کې د افغانستان په تړاو د ایران لومړیتوبونه اعلان کړل.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي په یوه ټویټ کې ویلي دي چی دوه اړخیز تعاملات او ارتباطات د دواړو خواوو د ګټو د خوندي کولو په سیوري کې رامنځته کیږي او د پانګونې او سوداګریزو خنډونو او ستونزو لرې کول چې د ایران او افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا په هدف دي، د افغانستان په اړه د ایران له لومړیتوبونو څخه دي.