د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سهار (د سرطان ۲۷مه) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چی د دې ډلې د مشر د حکم له مخې، مولوي سید احمد شهید خیل د ملي دفاع وزارت مالي او اداري معین د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت د نظامي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی. او مولوي عبدالرحمن منیر د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر پخوانی مرستیال د ملي دفاع وزارت د نظامی او کلتوري رئیس په توګه وټاکل شو.