د پنجشېر ولایت د عامې روغتیا ریاست اعلان کړی چې د بې وزلۍ او د منابعو د کمښت له امله په دغه ولایت کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د پېښو د زیاتوالي شاهدان یو.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پنجشیر د عامې روغتیا ریاست د راپورونو له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې په پنجشیر ولایت کې تر ۵۰۰ ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له امله ناروغه شوي دي. د بې وزلۍ او د خوړو د کمښت تر څنګ د سالمې تغذیې نشتوالی هم په دغه ولایت کې د ماشومانو د خوارځواکۍ یو له عمده لاملونو څخه بلل کېږي.