د طالبانو د ویاند د دفتر سرپرست مولوي عبدالکبیر د تېر حکومت له یو شمېر سرتېرو سره په کتنه کې اعلان وکړ چې د تېر حکومت سرتېرو او سیاسي څېرو ته هېڅ ګواښ نشته.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو صدر اعظم مرستیال مولوي عبدالکبیر د پخواني حکومت د سياسي او پوځي شخصيتونو په ګډون د هېواد له اتباعو څخه چې د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته بهر ته تللي، د بښنې له حکم څخه په استفادې او خپل هېواد ته د راستنېدو غوښتنه کوي. يو شمېر پخوانيو سرتېرو هم په هېواد کې د امنيت د ټينګښت لپاره له طالبانو سره د خپلې همکارۍ خبره وکړه.