د یوګانډا پولیسو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چی لږ تر لږه ۲۵ کسان وروسته له هغه ووژل شول چې د «دموکراتیک متحد ځواکونو» وسله والو یاغیانو د یوګانډا په لویدیځ کې پر یوه ښوونځي برید وکړ.
دا برید د یوګانډا په لویدیځ کې د مبوندوی په سیمه کې شوی دی. پولیسو وویل، د داعش سره تړلي وسله والو د جمعې په شپه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت سره د هیواد پولې ته څیرمه په مبوندوی کې د لوبیریرا په منځني ښوونځي برید وکړ.