د ناروې د کډوالو د شورا سکرتر جنرال جان ایګلند، په کندهار کې له یو شمېر طالب چارواکو سره په کتنه کې اعلان وکړ چې طالبانو د ښځو لپاره د کار او زده کړو د راستنېدو لپاره د حل لاره "تقریباً بشپړه کړې او غواړي چی په هیواد کې د بشري ناورین د ځواب ویلو لپاره د "ښځو لپاره د ښځو کار" حل لاره خپله کړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو مرستیالې هیدر بار، نن سهار (دوشنبه د جوزا ۸ مه) په خپله رسمي ټویټر پاڼه کې د دې موضوع په اړه د خبر تر څنګ ویلي چې “زه په ریښتیا هیله لرم چې طالبان به دا کار وکړي”، خو په داسې حال کې چې طالبان له څه باندې یو نیم کال راهیسې ژمنې کوي چې نجونې به ښوونځيو ته پرېږدي، خو موږ په دې برخه کې د پرمختګ کومه نښه نه وینو او برعکس د ښځو او نجونو پر وړاندې ظلمونه زیات شوي دي.