افغانستان 23 ثور 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

په تاشکند کې د افغان ترانس پروژې د اوسپنې پټلۍ د همغږۍ ګډ دفتر پرانیستل شو

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند ښار کې د افغان ترانس پروژې د اوسپنې پټلۍ د چارو د همغږۍ ګډ دفتر پرانیستل شو.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د دغه دفتر د پرانیستې مراسم، چې د جمعې پر ورځ ( د غویی دوه‌ویشتمه ) په تاشکند کې ترسره شول د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس ملا بخت الرحمن شرافت او د افغانستان او پاکستان سفیرانو په کې ګډون کړی و.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ریاست په ډاګه کړې، چې په دې دفتر کې به د افغانستان، پاکستان او ازبکستان استازي په ګډه د افغان- ترانس پروژې چارې له همدې دفتره همغږي کوي، همداراز په پام کې ده د همدې پروژې یو دفتر په کابل او بل اسلام‌آباد کې هم فعال شي.

همدارنګه په دې ګډه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د اوسپنې پټلۍ لوړپوړیو مسوولینو بله ناسته به راتلونکې زېږدیزه میاشت په اسلام آباد کې جوړېږي.

دغه راز د ریلي همکاريو پر پیاوړتیا او د حیرتان- مزارشریف اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د انتقالاتو پر ډېروالي هم بحث وشو.

یادونې ده، چې د افغان ترانس اوسپنې پټلۍ پروژه د افغانستان له خاورې پر تېرېدو، د منځنۍ آسیا هېوادونه له جنوبي آسیا سره نښلوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *