په پروان ولايت کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ خپلمنځي شخړه د طالبانو د يوې وسله والې ډلې د قوماندان عبدالحميد خراساني د څلورو ساتونکو د نيولو سبب شوه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه نښته پرون دپروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ په عابد خيلو سيمه کې رامنځته شوه. عبدالحميد خراساني له خپلو ملګرو سره د جبل السراج ولسوالۍ د څو تنو اوسېدونکو د نيولو لپاره روان شوی وو خو د طالبانو د دوو داخلي ډلو ترمنځ شخړه رامنځته شوه او بالاخره د ملي دفاع وزارت ځواکونو د بګرام د فرقې د قومندان مولوي فرهاد تر قوماندې لاندې د طالبانو له خراساني څخه څلور تنه ونیول.