افغانستان 18 ثور 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د بادغیس والي د ایران د قونسلګرۍ له مسوولینو سره وکتل

د بادغیس والي مولوي عبدالصمد جاوېد د ایران د قونسلګرۍ له مسوولینو سره وکتل.

د بادغيس د والي وياند مل پاسوال احمد جان حنظله وايي، چې بادغيس ولايت ته د ايران د قونسلګرۍ د چارواکو د سفر موخه د قونسلګرۍ د دفتر جوړول دي او په وينا يې دوى غواړي د بادغيس خلکو ته د اسانتياوو برابرول او د هغوى ستونزې هوارې کړي. قونسلګري جوړه کړي. د یادښت کتاب.

حنظله همدا راز زیاته کړه، چې د دې لیدنې پر مهال د بادغیس والي مولوي عبدالصمد جاوید وویل، چې د بادغیس – هرات حلقوي سړک په جوړېدو سره به ایراني اتباع په اسانۍ سره ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان ته په رسمي ډول سفر وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې مولوي عبدالصمد جاوېد ایران او افغانستان دوه اسلامي هېوادونه یاد کړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په دوه اړخیزو اړیکو ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د ایران قونسلګرۍ پلاوي د بادغیس ولایت د ۹۵ زره هکتاره د پستې له طبیعي ځنګل څخه هم لیدنه وکړه او یوه اندازه پستې او غالۍ چې د بادغیس د خلکو لاسي صنایع دي، د نمونې په توګه له ځانه سره یوړې.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *