ذبيح الله مجاهد وايي، په هېواد کې د نشه يي توکو له کښت او قاچاق سره د حکومت مبارزه دوام لري او ډېر ژر به دغه جريان صفر ته ورسېږي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په افغانستان کې د نشه يي توکو ستونزه د حل په حال کې ده. سږ کال په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت صفر ته نږدې شوی و. که چا په غرنیو او لیرې پرتو سیمو کې کښت کړی وای، له منځه یوړل شو. د نشه يي توکو د قاچاق په مخنيوي کې هم جديت شته او په نږدې راتلونکي کې به انشاالله صفر ته ورسېږي.