د حزب اسلامي مشر د دې په څرګندولو سره چې په افغانستان کې جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې، وايي چې دا هېواد لا هم د بهرنیو هېوادونو په اشغال کې دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د خپل ګوند د غړو په يوه غونډه کې وويل، چې په تېرو ديارلسو کلونو کې د ناټو له خوا روزل شوي پوځي ځواکونه او کومانډو يو ځل بيا له بهرنيو هېوادونو څخه افغانستان ته د جګړې لپاره لېږل کېږي.