اروپايي ټولنې او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د ښځو د کار د بندولو په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ اروپايي ټولنې او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان مېرمنو پر کار کولو د بنديز لګولو په اړه د طالبانو پرېکړه تبعيضي بللې او ويلي يې دي چې دغه پرېکړه د ښځو او نجونو وضعيت خرابوي.