د طالبانو ویاند اعلان کړی چې د داعش د خراسان څانګې عمومي نظامي او عملیاتي مسوول قاري فاتح په کابل کې د داعش پر ضد په عملیاتو کې وژل شوی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه (د حوت ۸ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې اړوند د ذاکرین خیرخانې په ښارګوټي کې د خوارج په یوه مهم پټنځای کې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د دغې ترهګرې ډلې د عملیاتي نظامي مسوول قاري فتح په ګډون د داعش دوه تنه مهم کسان وژل شوي دي.