د طالبانو د پاسپورټ ریاست عمومي مشر اعلان وکړ چې راتلونکې اونۍ به د پاسپورت د وېش عادي بهیر پیل شي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د پاسپورټ ادارې عمومي مشر مولوي حسیب د پنجشنبې په ورځ (د حوت په ۴ مه) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د چهارشنبې په ورځ (د حوت په ۱۰مه) به په ټول افغانستان کې د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا پیل شي.