د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه هبة الله آخوندزاده په خپلو وروستیو څرګندونو کې له چارواکو غوښتي، چې له شریعت سره سم ځانونه جوړ کړي او له کبر او غروره دې ډډه وکړي.
د اسلامي امارت مشرتابه دغه څرګندونې د بدخشان، هرات، فراه، بادغیس او نیمروز ولایتونو د عالمانو، واليانو او نورو ملکي او نظامي چارواکو له استازیو سره په کتنه کې کړې دي.
د هغې اعلامیې له مخې، چې د شنبې پر ورځ ( د سلواغې ۲۹ ) د اسلامي امارت ویاند خپره کړې؛ شیخ هبة الله آخوندزاده په دې غونډه کې په ډاګه کړې؛ د اسلامي امارت د عالمانو او مسوولینو دنده ده، چې شپه او ورځ د خلکو د ذهنیتونو د روښانه کولو لپاره کار وکړي او د اسلامي نظام له اصولو یې خبر کړيٍ.
د اسلامي امارت مشرتابه له چارواکو وغوښتل، چې له قوم او سمت پالنې دې ډډه وکړي او کار دې اهل کار ته پرېږدي.
هغه د هېواد پر پرمختګ او د عامه تاسیساتو پر جوړولو هم ټینګار څرګند کړی دی.
د اسلامي امارت مشر له مسوولینو او عامو خلکو وغوښتل، چې د دښمن له دسیسو او شومو پلانونو دې ځانونه خبر کړي او د هغوی د بلیغاتو تر اغېز لاندې نه راځي.