خبرونه 19 دلو 1401 - 2 کلونه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

اسلامي امارت په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره ۱۵ میلیونه افغانۍ مرسته کوي

د افغانستان اسلامي امارت په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د خواخوږۍ ترڅنګ د نغدي مرستې اعلام وکړ.

د افغانستان اسلامي امارت

د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي:( د افغانستان اسلامي امارت د ترکیې او سوریې له وروڼو مسلمانو ولسونو سره، چې په وروستۍ سخته زلزله کې يې ګڼ ځاني او مالي زیانونه ولیدل او وروستۍ شمېرې د مرګ ژوبله مخ په لوړېدو ښيي، یو ځل بیا خپله خواخوږي څرګندوي)
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د بشري خواخوږۍ او اسلامي ورولي پر بنسټ د ترکیې له زلزله ځپلو سره د لس میلیونه (۱۰،۰۰۰،۰۰۰) افغانیو او د سوریې له زلزله ځپلو سره د پنځه میلیونه (۵،۰۰۰،۰۰۰) افغانیو مرسته اعلانوي.
د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ويلي، چې د اسلامي امارت د ژغورنې او روغتیا ټیمونه هم چمتو دي، چې د اړتیا پرمهال د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي او د خپلو ترکي او سوري زلزله ځپلو خویندو او وروڼو مرستې ته ورسېږي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې (د بهرنیو چارو وزارت په ترکیه کې د اسلامي امارت ډیپلوماتیک ماموریت ته لارښوونه شوې، چې د خپلو امکاناتو په محدوده کې زلزله‌ ځپلو سره له خپلو هڅو او هاند دریغ ونه کړي او په ترکیه کې له مېشتو افغانانو هم هیله کوو چې له زلزله‌ ځپلو څخه خپلې مرستې ونه سپموي.)

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *