د بهرنيو چارو وزارت اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي دغه څرګندونې د بدخشان د ارګوي ولسوالۍ له يو شمېر علماوو او مخورو سره په کتنه کې وویل: اسلامي امارت هوډ لري چې په ټولو برخو کې د افغانانو د خدمت او حل لارې چارې ولټوي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر نن د دلو په ١٦مه، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل په دې کتنه کې مولوي عبدالمصور کمالستاني او حاجي عتيق د نورو په استازيتوب د ټولنيز وضعيت، امنيت، د پوهنې پر اهميت او اړتيا، د ديني مدرسو د جوړولو او په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د علماوو د ګمارنې په اړه خبرې وکړې.