د اروپايي ټولنې استازې مېرمن رفېلا ياديس د طالبانو د الوزرا د دفتر له مشر ملا عبدالواسع سره وکتل او ويې ويل چې دغې اتحاديې د افغانستان خلک يوازې نه دي پرېښي او په خپل دريځ ولاړ دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ارگ نن چهارشنبه (د دلو ۱۲) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مېرمن یادیس په دې غونډه کې وویل: اروپايي ټولنه چې د نړۍ د ۲۷ هېوادونو استازيتوب کوي، د افغانستان خلک يوازې نه دي پرېښي او د دوی تر څنګ ولاړ دی او د هغوی کلتور او دودونو ته درناوی کوي.