د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په بروکسل کې په افغانستان کې د بشري ناورین او د بشري حقونو د وضعیت په تړاو غونډه وکړه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د منځنۍ اسيا لپاره د اروپايي ټولنې استازې ترهي هاکالا د جمعې په ورځ په يوه ټويټ کې ليکلي، چې دغه غونډه د افغانستان د بشري ناورين د مثبت لوري ته د تګ په موخه جوړه شوې وه.