په کابل کې د طالبانو امنیتي چارواکو تایید کړه چې د ولسي جرګې پخوانی غړی مرسل نبي زاده په کابل کې وژل شوی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، نبيزاده او د هغه یو ساتونکی د کابل ښار په دولسمه حوزه کې په خپل کور کې د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوي دي.