د جرمني حکومت اعلان کړی چې د افغان نجونو لپاره یې په ګاونډیو هېوادونو او سیمه کې د زده کړو لپاره ۵۰۰۰ تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت اعلان کړی، چې دغه هېواد به د هغو ۵۰۰۰ افغان نجونو د زده کړو اسانتیا برابره کړي، چې د طالبانو د وېرې له امله بنګله دېش، قرغزستان او پاکستان ته تللې دي.