د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د اسراییلو د نیواک په اړه په هاګ کې د عدالت د نړیوالې محکمې د رای اچونې او قانوني نظر غوښتنې پریکړه لیک تصویب کړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې نن (شنبه) یو لایحه تصویب کړه چې له مخې یې د عدالت نړیوالې محکمې (د هاګ محکمې) څخه غوښتنه کوي چې د فلسطین ملت د خپلواکۍ حق څخه د سرغړونې قانوني پایلو، اوږدمهاله اشغال، میشت ځایونو او په اشغال شوي بیت المقدس کې د نفوس وضعیت بدلولو لپاره د اسراییلو اقداماتو په اړه پریکړه وکړي