کارپوهانو ویلي، چې دا ازمایښت یې چټکو او ګرځنده بالستیک توغندیو ازمایښت ته شرایط برابروي؛ ځکه، چې دوی هڅه کوي، چې نوې ستراتیژیکي وسلې رامنځته او خپل اتومي او توغندیز پروګرامونه ګړندي کړي.
د KCNA رسمي خبري آژانس د جمعې پر ورځ په ډاګه کړې؛ دا ازموینه د کیم جونګ اون لخوا څارل کیږي؛ د پنجشنبې پر ورځ د شمالي کوریا د سوهاه سپوږمکۍ توغول ترسره شول، چې د توغندیو تکنالوژۍ آزموینې په ګډون د فضایي راکت انجنونو توغولو وسایطو لپاره کارول کیږي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ شمالي کوریا سږکال له نړیوالو بندیزونو سره سره بې ساري بالستیک توغنديو په ګډون د بېلابېلو وچو ویشتونکي اړوند توغندي (ICBM) هم، چې ان د امریکا خاورې ته د رسیدو وړتیا لري؛ بریالي ازمویلي دي.
په تېر نومبر کې شمالي کوریا یو ICMB ازموینه وکړه، چې د جاپاني چارواکو د څرګندونو له مخې امریکا ته د رسیدو وړتیا لري او دا له جاپان څخه یوازې ۲۰۰ کیلومتره لرې راپریوتی و.
جاپان د جمعې پر ورځ له دوه یمې نړیوالې جګړې راپدیخوا د ترټولو لویې پوځي جوړونې ۳۲۰ میلیارد دالري طرح وړاندې کړه، چې له مخې به یې پر چین د برید کولو وړتیا ولري او ځان هم اوږدې جګړې ته چمتو کړي.