د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړی استازی وايي، د مسکو بڼه ناسته له کابل سره د لا زیاتو اړیکو لپاره د سیمې د یووالي ښکارندويي کوي.
د معمار پرس د خبر له مخې: د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیائونګ د مسکو شپږمه غونډه بریالۍ وبلله او دا یې له طالبانو سره د پراخو خبرو اترو لپاره د سیمه ییز یووالي نښه وبلله. د يادونې وړ ده، چې د مسکو په بڼه شپږمه غونډه د تېرې جمعې په ورځ په مسکو کې جوړه شوې وه، چې د طالبانو د بهرنيو چارو د سرپرست وزير اميرخان متقي او د سيمې د هېوادونو استازو په کې ګډون کړى و.