د روسیې په کوربه توب د مسکو د غونډې ګډونوالو له یوه خپلواک او سوله ییز افغانستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د معمار پرس د خبر له مخې: د مسکو شپږمه ناسته د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو او د یوه خپلواک، متحد او سوله ییز هېواد په توګه د افغانستان د ملاتړ په اعلامیې سره پای ته ورسېده. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې د دې غونډې ګډونوالو له افغانستان سره د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق په برخه کې د همکارۍ په موخه خپل چمتووالى څرګند کړ. د سرچينې په وينا، د دې غونډې ګډونوالو بيا هم د افغانستان په تړاو د سيمه ييزو پروژو له پلي کېدو سره لېوالتيا څرګنده کړه.