خبرونه 07 میزان 1403 - 8 ساعت پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

روسیه: خبرې او همکاري د افغانستان لپاره یوازینۍ د حل لار ده

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د ۷۹مې عمومي غونډې په څنډه کې د روسیې، چین، پاکستان او د ایران په نوښت د افغانستان په اړه څلور اړخیزه غونډه جوړه شوه. د دې غونډې د جوړېدو موخه د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له افغان چارواکو سره په خبرو کې د همغږۍ رامنځته کول وو. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه خبر ورکړ چی دغه هیوادونه دې نتیجې ته رسیدلي چې له افغانستان سره له خبرو او همکارۍ پرته په افغانستان کې د حل لاره نشته. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دوام کې ویلي، دغو هېوادونو په دغه هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له افغان چارواکو سره په خبرو کې د همغږۍ پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *