په روسیه کې د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو د ایستلو د وړاندیز په اړه د راپورونو له خپریدو وروسته د دغه هیواد چارواکو اعلان وکړ چی دا عمل د روسیې په کورنیو قوانینو کې بدلون ته اړتیا لري.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندرې رودنکو له دولتي ریانووستي خبري اژانس سره په خبرو کې له دغه لېست څخه د طالبانو د ویستلو پروسه اوږده وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا کار د شته قوانینو تعدیل ته اړتیا لري. رودنکو دې حقیقت ته په اشارې سره چې طالبان اوس په افغانستان کښې په قدرت کښې دی د یوه موجود حقیقت په توګه له دغې ډلې سره د تعامل په اهمیت ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه چې د ترهګرو ډلو له لست څخه د دغې ډلې له ویستلو پرته به له طالبانو سره د اړیکو پراختیا ناشونې وي.