د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۷۱ مه غونډه کې د اقلیم د بدلون له امله د رامنځته شویو ننګونو سره د مقابلې لپاره د سیمه ییزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۷۱ مه غونډه کې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مراد نورتلئو د افغانستان او منځنۍ اسیا لپاره د پایداره پراختیا د مرکز د جوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ. په دې کتنه کې هغه د اقلیم د بدلون له امله رامنځته کېدونکو جدي ننګونو ته اشاره وکړه او ویې ویل د دې سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه افغانستان له سترو چاپیریالي او ټولنیزو ګواښونو سره مخ دی. دقزاقستان دبهرنيو چارو وزير هم له چاپيريال سره دمبارزې په لاره کې دسيمه ييزې همکارۍ په اړتيا باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې د دوامدارې پراختيا موخې يوازې د همکارۍ او همغږۍ له لارې ترلاسه کيداى شي . دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو چارواکو په وار وار په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغېزو په اړه اندېښنه ښودلې ده.