افغانستان 27 سنبله 1403 - 2 روز پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په تېر کال کې په هېواد کې د ۳۷ علمي څېړنیزو پروژو چارې بشپړې شوې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ چې د طالبانو د حکومت تر څارنې لاندې فعالیت کوي، وايي چې په تېر کال کې ۳۷ علمي څېړنیزې پروژې بشپړې شوې دي.

د معمار پرس د خبر له مخې: د افغانستان د علومو اکاډمۍ نن دوشنبه (۱۴۰۳ کال د سنبلې ۲۶مه) په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې په تېر کال کې ۳۷ علمي څېړنیزې پروژې بشپړې شوې او پر ۲۰۸ نورو پروژو کار روان دی. د دې ادارې د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې د دې ادارې له خوا په بېلابېلو برخو کې ۵۷ کنفرانسونه او شپږ علمي – څېړنیز سیمینارونه جوړ شوي دي. د دې ادارې مسوولین زیاتوي، چې د تېر کال په ترڅ کې یې ۳۴ عنوانه کتابونه چاپ او ۲۵ عنوانه کتابونه ژباړلي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *