اقتصادي 27 اسد 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د هرات د سوداګرو د دې ولایت په ګمرک کې د امنیتي وسایلو د زیاتوالي غوښتنه وکړه

د هرات يو شمېر سوداګرو د دغه ولايت له والي نوراحمد اسلام‌جار سره په کتنه کې د امنيتي وسايلو د زياتوالي او د هرات په ګمرک کې د اور وژنې د معياري سيستم د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

د معمار پرس د خبر له مخې: په دې کتنه کې د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال او د دغه ولایت یو شمېر سوداګرو د هرات په ګمرک کې د وروستۍ اورلګېدنې د لاملونو او د پاتې شویو بندونو په اړه خبرې وکړې او خپلې ستونزې، وړاندیزونه او هیلې یې له ښاغلي اسلام‌جار سره شریکې کړې. دغه راز يې د دغه ولايت له سيمه ييزې ادارې څخه د دې موضوع د هر اړخيز تعقيب غوښتنه وکړه. د هرات والي دغه راز سوداګرو او صنعتکارانو ته وويل، چې د دې موضوع د لا زياتې څېړنې لپاره يې يوې کمېټې خپل کار پيل کړى او ډېر ژر به يې پايله معلومه شي. د يادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې د هرات ګمرک کې د تخنيکي ستونزو له امله اور لګېدلى و، چې په ترڅ کې يې د تېلو لسګونه ټانکرونه سوځېدلي وو.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *