افغانستان 22 اسد 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ذبیح الله مجاهد: عبدالحمید خراساني په افغانستان کې هیڅ وظیفه او مقام نه لري

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د عبدالحمید خراساني د وروستیو څرګندونو په اړه د تسنیم خبریال ته غبرګون وښود او وویل چی دا کس په افغانستان کې هیڅ مقام نه لري. مجاهد زیاته کړې چې دا ډول تفرقې خبرې یوازې شخصي دي او له اسلامي امارت سره هیڅ تړاو نه لري او دغه شخص په افغانستان کې د کوم ارګان او ادارې استازی نه دی. په وروستیو ورځو کې «عبدالحمید خراساني» د «طالب قومندان» له لقب څخه په ناوړه ګټه اخیستنې یوه ویډیو خپره کړې ده چی په دې کې هڅه کوي چې د ایران او افغانستان د خلکو تر منځ شخړه او تفرقه رامنځته کړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *