خبرونه 17 میزان 1403 - 1 اونۍ پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د هرې تېروتنې په وړاندې به زموږ ځواب لا ډېر پیاوړی وي

“د طوفان الاقصی؛ د نصرالله پیل” غونډه د پرانستې مراسم د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي، د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي او نړیوالو مطالعاتو په دفتر کې د یو شمېر بهرنیو سفیرانو او د دغه هېواد د نورو چارواکو په شتون کې ترسره شول. د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دغه کتنه کښې وویل: ایران به په خپل ټول قوت سره د مقاومت تر شا ودریږی او هیڅوک باید په دې هکله شک ونه لری. عراقچي د طوفان الاقصی عملیاتو ته په اشارې سره وویل: بې له شکه، لکه څنګه چې جناب رهبر وویل، دې عملیاتو د لومړي ځل لپاره دښمن ته سخته ماتې ورکړه. د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: نن سبا د اسلامی مقاومت لاسونه د ټولو تکړه جنګیالیو د هڅو په برکت ډک دی او په یوه سپېڅلی ونې بدل شوی دی. شهادت د مقاومت بنسټونه پياوړي کړي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *