اقتصادي 12 میزان 1403 - 14 ساعتونه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال: موږ د وچې مېوې سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابروو

د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال وايي، د دې ډلې حکومت به د وچې مېوې سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د لومړي وزير سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د وچې مېوې له يو شمېر سوداګرو سره په ليدنه کې وويل: دغې ډلې ته به د حکومت د تګلارې له مخې ځمکې ځانګړې شي او لازمې اسانتیاوې به ورته برابرې شي. د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال همداراز زیاته کړه، چې د وچې مېوې د سوداګرو د ستونزو د حل په موخه به له هندي چارواکو سره د ویزو د ورکړې په برخه کې د ستونزو د حل په موخه خبرې وکړي. مولوي عبدالکبير له ګاونډيو هېوادونو هم وغوښتل، چې د دوه اړخيزې سوداګرۍ د ودې لپاره دې افغان سوداګرو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *