د افغانستان د سوداګرۍ خونې پلاوي د امریکا د سفارت له مرستیال سره د دغه هېواد د سوداګرو پر ستونزو خبرې وکړې.
د معمار پرس د خبر له مخې: د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي په افغانستان کې د امریکا د سفارت له شارژدافیر کیرن ډیکر سره په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د ستونزو په اړه خبرې کړې دي. د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس توکل احمدیار په دې خبرو کې وویل چې د خصوصي سکتور نړیواله همکاري او ملاتړ د افغانستان په اقتصادي بیارغونه کې مهم رول لوبولی شي.