تحلیل سیاسی 11 میزان 1403 - 2 ورځې پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د افغانستان په اړه د پاکستان د صدراعظم نوې ادعا اسلام اباد د څه په لټه کې دی؟

پاکستاني چارواکو د طالبانو د لږ تر لږه درې کلنې واکمنۍ په موده کې په وار وار په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون ادعاوې کړې او ویلي یې دي پاکستاني طالبان د کابل له خوا حمایه کیږي. اسلام اباد ادعا کوي چې د دغه هېواد دښمنان په افغانستان کې خوندي پټنځايونه لري او د پاکستاني طالبانو مشران هم په افغانستان کې دي. په دې وروستیو کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پر مهال ادعا وکړه چی په افغانستان کې د داعش خراسان، القاعده شبکه، تحریک طالبان پاکستان، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د تاجکستان انصارالله په ګډون ګڼې ترهګرې ډلې شتون لري. د پاکستان لومړي وزیر ویلي، هېواد یې د ټولو ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له منځه وړلو ته ژمن دی او اسلام اباد په تېرو دوو لسیزو کې له ترهګرۍ سره په جګړه کې ډېر زیانونه ګاللي او د دغه هېواد لږ تر لږه ۸۰ زره پوځیان او ملکي وګړي وژل شوي دي. دا ادعاوې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو حکومت په وار وار پاکستان د بې ثباتۍ او په کابل کې د حکومت په کمزوري کولو تورنوي او زیاتوي چې اسلام اباد په افغانستان کې د اوسني حکومت پر ضد د ترهګرو او تکفیري ډلو ملاتړ کوي. د روان کال په پیل کې د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي وو چي، داعش ترهګره ډله په افغانستان کې د بریدونو لپاره له پاکستان څخه کار اخلي؛ او وویل: موږ داسې قضیې لرو چې داعش د پاکستان له خاورې افغانستان ته راغلي او د پاکستان خاوره یې زموږ پر ضد کارولې او ترهګریزې پېښې له همدې هېواده تنظیم شوي دي. پاکستان باید د دې مسئلې مسولیت په غاړه واخلي. په دې وروستیو کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د داعش د څو عناصرو د نیولو خبر ورکړی چې په وروستیو میاشتو کې یې په کابل او بامیان کې په ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود. ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې نیول شوي کسان د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له یوه تعلیمي کمپ څخه افغانستان ته راغلي وو. پاکستاني چارواکي په داسې حال کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون ادعا کوي چې د افغانستان خلک له څو لسیزو راهیسې د ترهګرۍ او تهدید قرباني شوي او په میلیونونو خلک له دې امله اغیزمن شوي دي. پر دې سربیره پاکستان له څه کمې نیمې پیړۍ راهیسې په سیمه ایزو او نړیوالو فورمونو کې د ترهګرۍ د مرکز او د ترهګرو ډلو د اصلی مرکز په توګه پیژندل شوی دی. له بلې خوا په دې موده کې ترهګرې ډلې د اسلام اباد په ملاتړ په افغانستان کې د کړکېچ، ناامنۍ او بې ثباتۍ په رامنځته کولو کې فعال رول لوبولی دی. په اوسنيو حالاتو کې چې پاکستان له ژورو امنيتي، اقتصادي او ټولنيزو کړکېچونو سره لاس او ګرېوان دی، د دغه هېواد چارواکي تر ډېره هڅه کوي چې د افغانستان له خاورې څخه د رامنځته کېدونکو احتمالي ګواښونو په اړه د خلکو ذهنونه پوه کړي او په دې توګه، دوی د طالبانو د حکومت د زیاتېدونکي سیمه ایز او نړیوال انزوا لپاره زمینه برابروي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *