د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د انرجۍ په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدری د روسیې د انرجۍ نړیوال فورم په اووم نندارتون کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته روان شو. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ښاغلی بدري او ورسره پلاوی به د دریو ورځو لپاره په روسیه کې وي. د يادونې وړ ده چې د روسيې د انرجۍ د نړيوالې غونډې اوومه غونډه به د میزان له پنځمې نېټې څخه تر اوومې نېټې پورې په مسکو کې جوړه شي.