له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه تر نیوکو وروسته، د امریکا د ولسي جرګې د جوبایډن حکومت له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د هغه د کمزوري فعالیت له امله وغانده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ این بي سي نیوز د پنجشنبې په ورځ /د میزان ۵ مه راپور ورکړ چې کانګرس په ۱۹۴ رایو سره په دې اړه یو پرېکړه لیک تصویب کړ. دغه پرېکړه ليک چې د امريکا د ولسي جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې له خوا وړاندې شوى، د دغې کمېټې مشر مايکل مککال له افغانستان څخه د واشنګټن پر وتلو او ګډوډۍ نيوکه کړې ده. په پرېکړه ليک کې راغلي چې کامالا هریس؛ د ولسمشر مرستیال او د ډیموکراټ ګوند کاندید هم له افغانستان څخه د پوځ د ایستلو په اړه د بایډن د حکومت په پریکړه کې لوی رول درلود.