خبرونه 05 میزان 1403 - 11 ساعت پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د امریکا کانګرس د بایډن اداره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو له امله وغندله

له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه تر نیوکو وروسته، د امریکا د ولسي جرګې د جوبایډن حکومت له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د هغه د کمزوري فعالیت له امله وغانده.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ این بي سي نیوز د پنجشنبې په ورځ /د میزان ۵ مه راپور ورکړ چې کانګرس په ۱۹۴ رایو سره په دې اړه یو پرېکړه لیک تصویب کړ. دغه پرېکړه ليک چې د امريکا د ولسي جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې له خوا وړاندې شوى، د دغې کمېټې مشر مايکل مک‌کال له افغانستان څخه د واشنګټن پر وتلو او ګډوډۍ نيوکه کړې ده. په پرېکړه ليک کې راغلي چې کامالا هریس؛ د ولسمشر مرستیال او د ډیموکراټ ګوند کاندید هم له افغانستان څخه د پوځ د ایستلو په اړه د بایډن د حکومت په پریکړه کې لوی رول درلود.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *