افغانستان 04 میزان 1403 - 13 ساعت پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبانو د ملیونونو ډالرو په ارزښت د همکارۍ ۹ تړونونه لاسلیک کړل

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې له ملي او نړیوالو بنسټونو سره یې د همکارۍ ۹ تړونونه لاسلیک کړي دي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا دغه تفاهم لیکونه د چهارشنبې په ورځ (د میزان ۴مه) د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي له خوا د هغو ۹ بنسټونو له استازو سره چې د متشبثینو د پیاوړتیا، د بې وزلو خلکو د اقتصادي ودې او د کورنیو د ژوند د ښه والي په برخه کې فعالیت کوي، لاسلیک شول. د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ، چې دغه بنسټونه به د ۶،۹۳۸،۲۷۸ ډالرو په ارزښت خپلې پروژې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې پلې کړي. کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، بامیان، بدخشان، تخار، کندز، سمنګان، بغلان، کنړ، غزني، لغمان، پکتیکا، خوست، پروان، فاریاب او پکتیا هغه ولایتونه دي چې دغه پروژې به پکې پلې شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *