د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د کان د چاودنې په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړه.
د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د ډبرو سکرو د کان چاودنه خواشینونکې وبلله او د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو او د دغه هېواد له حکومت سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد په جنوبي خراسان ولایت کې د طبس په کان کې د چاودنې له امله ۳۱ تنه مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.