د فوټسال نړیوال جام سیالیو په دوام کې به دا ځل د افغانستان ملي لوبډله له ارجنټاین سره مخامخ شي.
د معمار پرس د خبر له مخې، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي په ازبکستان کې د فوټسال د نړیوال جام سیالیو په C ګروپ کې د ارجنټاین، انګولا او اوکراین له لوبډلو سره دي. دوی به د دې اونۍ په چهارشنبه په نړیوال جام کې خپله دویمه لوبه له ارجنټاین سره وکړي. د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام څو ورځې وړاندې د ازبکستان د تاشکند ښار په کوربه توب پیل شوی چې د ۲۴ لوبډلو په ګډون په شپږو ګروپونو کې څلور لوبډلې برخه لري.