د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر له هغو افغان پیلوټانو څخه چې په بهر کې ژوند کوي وغوښتل چې هېواد ته ستانه شي.
د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني له هغو افغان پیلوټانو څخه چې بهرنیو هیوادونو ته تللي دي وغوښتل چې هیواد ته ستانه شي. ښاغلي حقاني د دغه وزارت د هوايي ځواک او هوايي دفاع له پوهنتون څخه د درېیو پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې وویل چې افغان پیلوټان کولای شي افغانستان ته راستانه شي او د خپلو خلکو خدمت وکړي. حقاني ټینګار وکړ چې د طالبانو هوايي ځواک ورځ تر بلې په خپل کار کې خپلواک کېږي.