خبرونه 21 سنبله 1403 - 1 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ایران د مشهد والي: له ناقانونه کډوالو سره چلند دوام لري

د ایران د خراسان رضوي ولایت د مشهد ښار والي محسن داوري په یوه مرکه کښې د حرم شریف د درې کیلومترو په حدودو کښې د اتباعو د فعالیتونو د بندیدو اعلان وکړ او په دغه ښار کښې یې له غیر قانوني مهاجرینو سره د چلند د سختولو اعلان وکړ. د معمار پرس د خبر له مخې؛ د مشهد والي ټینګار وکړ چې له غیر قانوني مهاجرینو سره معامله یوه قانوني موضوع ده او ویې ویل: هغه اتباع چې د اوسیدو جواز نه لري د پولیسو لخوا پیژندل کیږي او بیرته خپل هیواد ته راستنیږي. دا عملیات هره ورځ دوام لري. د حرم شریف په شاوخوا کې د غیر مسوولو اتباعو فعالیتونه به په هیڅ صورت ونه زغمل شي او د هغو کسانو په وړاندې به قانوني چلند وشي چې له غیر مجاز کارکوونکو څخه کار اخلي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *