د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه له غبرګونونو وروسته دا ځل د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه غبرګون ښودلی دی.
د معمار پرس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټېل په یوه خبري غونډه کې له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د ولسمشر بایډن له پرېکړې دفاع وکړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، که څه هم د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې پای ته رسول اسانه کار نه و، خو یوه اړتیا وه. د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت وياند جان کربي د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې راپور يو اړخيز بللى و او ادعا يې کړې وه، چې دغه راپور د څه ويلو لپاره نوي نه لري.