افغانستان 19 سنبله 1403 - 1 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د پوهنې وزارت د غیر حنفي کتابونو د راټولولو امر

د طالبانو د ډلې د پوهنې سرپرست وزیر په یوه نوي اقدام کې د دې ډلې د ولایتونو د پوهنې رییسانو ته امر کړی چې د ښوونځیو له کتابتونونو څخه د حنفي فقهې سره په ټکر کې کتابونه راټول کړي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا د ولایتونو د پوهنې له رئیسانو سره په یوه ویډیويي کنفرانس کې د ښوونځیو د کتابتونونو د څارنې او د هغو کتابونو د لیرې کولو پر اړتیا ټینګار وکړ چې د سني، جماعت او حنفي فقهې له عقایدو سره په ټکر کې دي. د طالبانو دغه اقدام د تعلیمي آزادیو د محدودولو او پر زده کوونکو د ځینو نظرونو د تحمیلولو په اړه اندیښنې راپارولي دي. په ځانګړې توګه په هغو ولایتونو کې چې د پام وړ شیعه نفوس لري، دغه حکم له منفي غبرګونونو سره مخ شوی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *