افغانستان 19 سنبله 1403 - 1 میاشت پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د چاپېریال ریاست: د هوا ککړ کول جرم دی

د طالبانو د چاپېريال ساتنې رياست مسوولين وايي، د چاپېريال د تخريب او د هوا د ککړتيا عاملين مجرمين پېژندل کېږي او له هغوى سره به قانوني چلند وشي.

د معمار پرس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې د ادارې د هوا د ککړتیا د تحلیل مشر محمد ناصر امین نن رسنیو ته وویل: د څارنې ټیمونه د چاپیریال د سرغړونو په څیړلو کې فعال دي او له سرغړونکو سره د جزا د قانون سره سم چلند کوي. ښاغلي امین زیاته کړه: په تېرو کلونو کې به ۱۰٪ په لوړو کورونو کې د لوګي فلټرونه نصب وو، خو د هڅو او فشارونو په پایله کې اوس له ۸۰ څخه تر ۹۰ سلنې په لوړو کورونو کې فلټرونه نصب شوي دي. دې کار د هوا د ککړتیا په کمولو کې ډیره مرسته کړې ده.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *