اقتصادي 15 سنبله 1403 - 2 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ترکي سوداګر غواړي د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي

په کابل کې د ترکیې سفیر وايي، د دغه هېواد سوداګر غواړي د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

د معمار پرس د خبر له مخې، په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال او ورسره مل پلاوي په کابل کې د طالبانو له خوا د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست هدایت الله بدري سره په کتنه کې دغه څرګندونې وکړې چی د هغه هېواد سوداګر غواړي چې د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د دغه وزارت سرپرست د ترکیې او افغانستان ترمنځ د ښو، اوږدمهاله او دوستانه اړیکو په اړه خبرې وکړې. په دې کتنه کې ښاغلي اونل وویل: ترکیه به د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي او د دغه هېواد له سوداګرو غواړي چې د افغانستان په کاني زیرمو کې پانګونه وکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *