د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په دې وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ښځو رواني روغتیا مخ په خرابېدو ده.
د معمار پرس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې پرون په یوه راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې د ښځو رواني روغتیا مخ په خرابېدو ده. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړه چې د سروې ګانو له مخې په افغانستان کې له هرو لسو ښځو څخه اوه یې له رواني او احساساتي ستونزو سره مخ دي. دغه سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ژوند د جنسیتي نابرابرۍ له امله ډیر شوی او دا وضعیت مخ په خرابیدو دی.