د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په تورخم کې یې بهرنیانو ته د کار د جواز د وېش اداره پرانیستله.
د معمار پرس د خبر له مخې، طالب رسنیو ویلي، چې د دې ډلې د حکومت د مشر د حکم پر اساس د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کې بهرنیانو ته د کار جوازونو د وېش مرکز پرانیستی دی. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د کار او ټولنيزو چارو وزارت پلاوى د ننګرهار له والي سره د تورخم ښارګوټي ته سفر کړى او هلته يې بهرنيانو ته د کار جوازونو د وېش لپاره يوه اداره پرانيستې ده.