د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جګپوړی غړی او سیاسي مرستیال وايي، د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو لا ټینګښت د دواړو لورو لپاره مهم دی.
د معمار پرس د خبر له مخې: د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د قطر سفارت له سلاکار سره په ليدنه کې وويل: د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو لا پیاوړتیا د دواړو لورو لپاره مهمه ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې د قطر د سفارت له سلاکار مردیف القشوتي سره وکتل. په کابل کې د قطر د سفارت سلاکار مردیف القشوتي وویل، افغانان او قطریان دوه دوستان هېوادونه دي او هېواد یې غواړي چې د پوهنې او روغتیا د برخو په پیاوړتیا او عمومي کولو کې رغنده رول ولوبوي.